د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عمومي مشر په افغانستان کې د UNOPS مسؤلینوسره وکتل

د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عمومي مشر محمود شاه حبیبي، سه شنبه د تله په ۲۵ نېټه، په افغنستان کې د UNOPS مؤسسې مشر پل کریکشنک سره د خپل کار په دفترکې وکاته. په دې کتنه کې چې د دغې مؤسسې یو شمېر نورو مسؤلین هم حضور درلودل د هرات نړېوال هوایي ډګر د بیارغونې او پراختیایي پروژې او د یاد مؤسسې او د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې ترمنځ، د همکاریو د څرنګوالۍ او د ظرفیت لوړولو په اړوند بحث او خبرې اترې شوې.
د عامې اړیکو او اطلاعاتو آمریت
۱۳۹۶ د تله ۲۵