د امریکا د متحده ایالاتو د سفارت د اقتصاد د برخې رئیس او د USAIDاقتصادي پروژو په هکله خبري اترې وکړی

د امریکا د متحده ایالاتو د سفارت د اقتصاد د برخې رئیس او د USAID برخې رئیس د ملکي هوایي چلند ادارې له عمومي رئیس او ددی اداري د عملیاتي معین سره د ملکي هوايي چلند ادارې د عملیاتي او اقتصادي پروژو په هکله خبري اترې وکړی.
په دې کتنه کې دواړه لورو د ملکي هوایي چلند په معیاري کولو د امریکا د همکاریو او مرستو پر دوام ټينګار وکړ.
د افغانستان د ملکي هوایي چلند اداري عمومي رئیس ډاکتر محمد قاسم وفایي زاده د ملکي هوایي چلند ادارې د پروژو او پرمختګونو د تشریح کولو پرمهال د امریکا حکومت او USAID له مرستو او همکاریو مننه وکړه.
د امریکا سفارت د اقتصاد د برخې مسوول او د USAID برخې رئیس د هوایي چلند ادارې څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او د همکاریو ډاډ یې ورکړ.
۱۲ لیندۍ ۱۳۹۹