د امریکا له سفیر سره د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس انلاین غونډه ترسره شوه.

په کابل کې د امریکا سفارت چارسمبالي شارژدافیرد ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس ډاکتر محمد قاسم وفایي زاده سره د افغانستان د ملکي هوایي چلند سکتور سره د یاد هېواد د همکارۍ او د هوایي ډګرونو د لېږد د څرنګوالي په اړه انلاین خبرې وکړې.
د غونډې په جریان کې دواړو لورو د افغانستان د هوایې چلند سکتور سره د امریکا د متحده ایالاتو د همکارۍ او په هغه ستونزو چې په هوایي ډګرونو د مسوولیتونو په لېږد کې شتون لري خبرې وکړې.
ډاکتر محمد قاسم وفایي زاده د افغانستان د ملکي هوایي چلند سکتور سره د امریکا متحده ایالاتو د همکاریو د ملاتړ دوام او دې ادارې سره په ځانګړې توګه د الوتنو د خوندیتوب او د ظرفیتونو د لوړولو د معیاري کولو په برخه کې د امریکا د مرستو او همکاریو ستاینه وکړه او د دفتر اړین او لازم توضیحات یې وړاندې کړل.
د ملکي هوایي چلند رئیس د هوایي ډګرونو د مسوولیتو لېږد په اړه وویل، چې د ناټو ځواکونو څخه افغان حکومت ته باید په مسوولیت ترسره شي، ترڅو په هوایي ډګرونو کې د عملیاتو د ناکامۍ ونیول شي او په دې برخه کې یې د متحده ایالاتو د سفارت څخه یې د پوره همکارۍ غوښتنه وکړه.
د متحده ایالاتو دسفارت چارسمبالي شارژدافیر وویل، ژمن دی چې په دې برخه کې به د خپل هېواد همکاریو ته دوام ورکړي او د امنیت د خوندیتوب د ښه والي ترڅنګ یې د افغانستان د ملکي هوایي چلند په سکتور کې پر شويو پرمختګونو خوښي وښوده.
د یادونې وړ ده، چې په دې ناسته کې د پلان او پالیسۍ معین حسیب الله سروش هم حضور درلود.
د اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت
۱۲/ لیندۍ/ ۱۳۹۹