د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عمومي مشر محمود شاه حبیبي د USAID (د امریکې د متحده ایالاتو د پراختیا ادارې) مسؤلینو او د مالیې وزارت استازو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل. په دې کتنه کې د څو مهمو پروژو د دیزاین او د کار د ګړندیتوب په هکله چې پکې، په حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر کې، یوې پنځه ستورې هوتل، د مسافرینو لپاره نوي ترمینل، د طیاراتو د ترمیمولو ورکشاب، د زون پروسیس جوړول پکې شامل دي خبرې وشوې.
د غو پروژو دPPP (د خصوصي عامې مشارکت) تربرنامې لاندې عملي کېږي.
د عامې اړیکو او اطلاعاتو آمریت
۱۳۹۶ د مرغومې ۱۶