د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عمومي مشر د امریکې د متحده ایالتونو د پراحتیایي ادارې د اقتصادي پراختیا برخې مشر سره وکتل

د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عمومي مشر محمود شاه حبیبي، د امریکې د متحده ایالاتو د پراختیایي ادارې د اقتصادي پراختیا برخې د مشر او STADDART د زېر بناوې مسؤلینو سره وکتل. په دې کتنه کې دواړو خواوو د ملکي هوایي چلند پروژو لکه: د هوایي ډګرونو په ګټه اخیستنې سره د صادراتو پراختیا، د چین او کندهار ترمنځ د تجارتي توکو د انتقال په هکله خبري وکړې.

 

 

 

د لېدو په ترڅ کې د  په حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر کې د پروسیس په برخه کې د زون ایجادول او په دې پروژه کې د امریکایي پانګوالو لپاره،د پانګونې د زمینه برابرولو په اړه خبري وشوې. او مقابل لورې د ښاغلې حبیبي نه وغوښت چې د USAIDمسؤلینو په حضور سره د مشرتابه په ناسته کې ګډون وکړي.

د عامې اړیکو او اطلاعاتو آمریت

۱۳۹۶ د مرغومې ۲۰