د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عمومي مشر د سوداګری په کنفرانس کې چې د افغان- امریکا د سوداګریو خونو له خوا په واشنګتن دي سي کې جوړه شوې وو ګډون وکړ

د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عمومي مشر محمود شاه حبیبي د افغان-امریکا د سوداګریو خونو په کلنی کنفرانس کې چې د واشنګتن دي سي په ښار کې جوړه شوې ووګډون کړی. ښاغلی حبیبي په دې ناسته کې د هوایي چلند د وضعیت  او پکې د شته فرصتونو په هکله وینا وکړ، همداسې په دې هکله ګډونوالو ته یې پریزینتشن وړاندې کړ.

 

 

 

 

 

د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عمومي مشر  د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر په شمول د افغانستان په څلورو نړیوال هوایي ډګرونو کې د پانګونې فرصت ته په اشارې سره یې پانګوالو ته د پانګونې وړاندیز کړ او دغه فرصت د هېواد د اقتصاد په وده کېاغیزمن وباله. یادو فرصتونو د مسافرو لپاره نوي نړیوال ترمینل، د کارګو ترمینل، پنځه ستورې هوټل، د الوتکو د تیل د وېش مرکز، د الوتکو د ترمیم ورکشاپ او د صادراتو زون جوړول شاملېږي.

همداراز د دې کنفرانس په لړکې ښاغلیحبیبي د USAID سلاکار له ګریک هارجر سره د پورتنیو مواردو د امکان سنجۍ په اړه هوکړه لاسلیک کړي دي.

د عامه اړیکو او اطلاعاتو آمریت

۱۳۹۷ د غویې ۹