د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عمومي مشر د USAID مسؤلینو سره وکتل

د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عمومي مشر محمود شاه حبیبي، نن سه شنبه د لړم په ۲۳ نېټه، له غرمې مخکې د USAID مسؤلینو سره د خپل کار په دفترکې وکاته. په دې کتنه کې د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې او USAID مؤسسې ترمنځ، د هغو پروژو په اړه چې د USAID په همکارۍ تمویل کېږي خبري وشوې.


ښاغلې حبیبي ټینګار وکړ چې؛ دغو پروژو د یادې ادارې د مطبوعاتې برخې او رسنیو له لارې خپره شي، همداسې لارښوونه وکړ چې د هوایي چلند ادارې اړوندو پروژو او لاسته راوړنې، د یوې پلان سره سم، د خلکو او هېوادوالو د عامه پوهاوۍ په موخه خپره شي.
د عامې اړیکو او اطلاعاتو آمریت
۱۳۹۶ د لړم ۲۳