د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عمومي مشر د USAID د خصوصي سکتور مشر سره لېدنه

د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عمومي مشر محمود شاه حبیبي نن ( سه شنبه ۱۷ د سلواغه) د USAID د خصوصي سکتور برخې مشر دیوید کروس سره په خپل کاري دفترکې وکتل. په دې کتنه کې دواړو اړخو د هېواد په هوایي ډګرونو کې د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې پورې اړوندو پراختیایي پروژو په اړه خبري وکړې.


د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عمومي مشر د هوایي چلند په برخه کې د پراختیایي برنامې او د دغو پروژو د اهدافو او اهمیت په اړه یې خبري کړ، همداراز په حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر کې د پراختیایي پروژو او د نورو ولایتونو په هوایي ډګرونو کې د پراختیایي پروژو په اړه څرګدونه کړ.
په مقابل کې د USAIDد خصوصي سکتور برخې مشر دیوید کروس د هوایي چلند په برخه کې د شوي پراختیا او پرمختګ څخه خوښۍ څرګنده کړه او د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې سره د پراختیایي پروژو په تړاو لېوالتیا وښود.
د عامه اړیکو او اطلاعاتو آمریت
۱۷ د سلواغه