د میدان وردګ او دایکندي ولایت استازو د دې ولایت مدني فعالانو، محصلینو او کارکوونکو د ملکي هوایي چلند ادارې له عمومي رئیس سره وکتل.

نن د یکشنبې په ورځ د وردګو ولایت استازې حلیمه عسکري، د دایکندي ولایت استازي شیرین محسني او د دې ولایت مدني فعالانو، محصلینو او کارکوونکو د ملکي هوایي چلند ادارې له عمومي رئیس ډاکتر محمد قاسم وفایي زاده سره وکتل.
په دغه لیدنه کې ګډونوالو دایکندي ولایت ته د تګ راتګ یعنې د ځمکني ترانسپورټ د ستونزو یادونه وکړه او په دې ولایت کې یې د هوایي ډګر د جوړولو غوښتنه وکړه.
د ملکي هوایي چلند رئیس ډاکتر محمد قاسم وفایي زاده د دوی د خبرو اورېدو وروسته وویل، چې د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور رئیس تر لارښوونې وروسته به د دایکندي هوایي ډګر عملي کار په ۱۴۰۰ کال کې پیل شي.
د ملکي هوایي چلند رئیس وویل، چې د مرکزي او لرې پرتو ولایتونو د خلکو د ستونزو د حل په پار د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور رئیس د دوه باله طیارو د پیرلو غوښتنه کړې ده .
د یادونې وړ ده، چې دوه باله الوتکې به ډېر ژر وپیرل شي.
د اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت
۲۱ مرغومې ۱۳۹۹