د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عمومي مشر په افغانستان کې د هواپېژندنې نړیوال سازمان استازې سره وکتل

د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عمومي مشر محمود شاه حبیبي په افغانستان کې د هواپېژندنې نړیوال سازمان استازې فاتح کایا سره د خپل کار په دفترکې وکتل.

په دې لېدنه کې د هواپېژندنې مشر سید رضا موسوي هم حضور درلود، د هواپېژندنې نړیوال سازمان او د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې د هواپېژندنې برخې سره د همکاریو په هکله خبري وشوې.

د عامې اړیکو او اطلاعاتو آمریت

۱۳۹۶ د مرغومې ۲۵