د ښځو نړیواله ورځ د ملکي هوایي چلند په اداره کې ونمانځل شوه.

۱۹ کب ۱۳۹۹.
نن دوشنبه د ملکي هوایي چلند ادارې د ښځو نړیواله ورځ د عمومي رئیس، په شتون کې ونمانځله، چې رئیسانو او د د دې ادارې د بېلابېلو برخو ښځینه کارکوونکو او د هوایي شرکتونو غړو پکې برخه لرله.
غونډه د قرانکریم په تلاوت او بیا وروسته د ملي سرود په غږولو سره پیل شوه.
د پیل ویناوالې په توګه د ملکي هوایي چلند ادارې د جنډر امرې عزیزې حمیدي په دې اداره کې د ښځو د نړیوالې ورځې د نمانځلو هرکلی وکړ او د ښځو د مقام د درناوي لپاره یې دغه یو مهم ګام وباله.
د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس ډاکتر محمد قاسم وفایي زاده په خپله وینا کې په ټولنه کې د ښځو رول په اړه وویل، چې ښځې د ټولنې نیمایي برخه جوړوې، چې د علم، سیانس، تجارت سیاست او صنعت په برخه کې د هېواد لپاره خورا ارزښت لري.
ډاکتر وفایي زاده وویل، چې د افغانستان دولت په حکومت کې د مېرمنو شتون د سرې کرښې په توګه ګڼي او د دوی ټاکل شوی دریځ به وساتي.
هغې د دې ادارې له ښځینه کارکوونکو وغوښتل، چې تاسې هم کولای شي د خپلو حقونو د خوندیتوب لپاره مدني ټولنه جوړه کړئ.
د مراسمو په پای کې د ملکي هوایې چلند ادارې ښځینه کارکوونکو، ښځینه پولیس، د الوتنې خدمه او د کام ایر هوایي شرکت هغه کپتانانې تقدیر کړې، چې دوه اوونۍ وړاندې یې د سویل لویدیزې اسیا په تاریخ کې د مېرمنو په توګه خپلواکه او بریالۍ الوتنه ترسره کړه.
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت