د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس په مشرۍ د هوایي پولو څخه د کرونا ویروس خپریدو د مخنیوي تدابیرو په اړه ناسته ترسره شوه

د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده په مشرۍ او د اریانا افغان هوایي شرکت رئیس عالم شاه ابراهیمي، د اریانا ناس شرکت رئیس مازن قورشه، د هوایي ډګرونو عمومي ریاست سرپرست بشیر احمد راوفي، د حامد کرزی نړیوال هوایي ډګر سرپرست عبدالرحمن عزیزي او د ملکي هوایي چلند ادارې د امنیت ریاست سرپرست احمد الله فیضي په ګډون د ادارې په مقر کې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په اړه بحث او لازم تصمیمونه ونیول شول.
د ملکي هوایي چلند ادارې رئیس ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده وویل چې د نړیوال روغتیا سازمان په وینا، کرونا ویروس لاهم د ټولو هیوادونو لپاره جدي ګواښ دی او د نظامي، ملکي او مسافرو په ګډون د هوایي ډګر د پرسونل ساتنې لپاره باید ټول اړین اقدامات ترسره شي.


په ناسته کې د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر رئیس او اریانا ناس شرکت ته دنده وسپارله چې د ترمینل دننه کارکونکې دی د دندې او مسافرینو د پلټنې پروخت د کرونا ویروس د خپریدو مخنیوي لپاره د دستکشو او ماسکونو څخه کار واخلي. او کرونا ویروس د لیږد مخنیوي لپاره د بایومیټریک له لارې د مکروب ضد درمل وکاروئ.
د ملکي هوایي چلند ادارې رئیس اړوندو شرکتونو ته هم لارښوونه وکړه چې د کرونا ویروس د خنیوي لپاره دی ژر تر ژره د مکروب ضد توکي چمتو کړي ترڅو د هرې الوتنې وروسته د الوتکې اخته کیدنې مخه ونیسي او د مسافرینو روغتیا او خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړل شي.
د معلوماتو او عامه اړیکو آمریت
۷ کب ۱۳۹۸