انالله و انا اليه راجعون

په ډيرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې په اقتصادي، د سوداګرۍ پراختیا او د بې وزلۍ کمولو لپاره د ولسمشر ځانګړی استازی محمد یوسف غضنفر، د حق داعي ته لبیک وويل او د ژوند پور یې پریکړ.
د ډیرو کاري غونډو په جریان کې مې ومونده چې ښاغلي غضنفر د یو ژور فکر خاوند او هوښیار سړی و. چې ډیر څه یې اوریدلي او هڅه یې نکړه چې د موضوع په اړه د ناپوهۍ پټولو لپاره دروغو ته پوښښ ورکړي. خپلو ټولو همکارانو ته یې درناوی درلود او له افغانستان سره یې ژوره مینه درلوده.

تیره اونۍ، ولسمشر د تلیفوني تماس له طريقه ماته د هیواد څخه بیرون د درملنې لپاره د ښاغلي غضنفر ګړندۍ لیږد په اړه هدايت راکړ او په اړه یې سمدستي اقدام ترسره شو.
خدای دې په مرحوم غضنفر باندې خپل خاص رحم وکړي. د هغه په تلو سره افغانستان خپل یو مخلص او خدمت ګذاره شخصیت له لاسه ورکړ.
زه د هغه کورنۍ، وروڼو او د افغانستان حکومت مشرتابه او خلکو ته خپله غمرازي وړاندې کوم.

روح یې ښاد او یاد دې تل پاتې وي
ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده
د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئيس
۱۳ چنګاښ ۱۳۹۹