د زابل ولایت والي او په ملي شورا کې د دغه ولایت استازو د ملکي هوایي چلند ادارې له عمومي رئیس سره ولیدل.

۷ وری ۱۴۰۰
نن شنبه د زابل ولایت والي احمد ګل رسولي، په ملي شورا کې د دغه ولایت استازو عبدالقادر قلاتوال او زهرا توخي د ملکي هوایي چلند ادارې له عمومي رئیس ډاکتر محمد قاسم وفایي زاده سره ولیدل او په یو شمېر موضوعاتو یې خبرې اترې وکړې.
د لیدنې په جریان کې د زابل ولایت والي او استازو د دغه ولایت د هوایي ډګر د اوسني وضعیت او یاد ولایت ته د غځېدلې لویې لارې د نا امنۍ او ستونزو په اړه خبرې وکړې او د ملکي هوایي چلند ادارې له عمومي رئیس څخه یې وغوښتل هر څومره ژر چې کېږي د زابل هوایي ډګر د پراختیا لپاره دې عاجل اقدام وشي او ترڅنګ دې ژر تر ژره ملکي او مسافري الوتنې له دغه هوایي ډګر پیل شي.
د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس د دوی غوښتنو ته د مثبت ځواب ویلو ترڅنګ د هېواد هوایي ډګرونو د پراختیا او پر وړاندې یې شته ستونزو او ننګونو ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه، چې د یاد هوایي ډګر د سروې کار بشپړ شوی او د ډیزاین کار یې د دې ادارې د تخنیکي ټیم له لوري پیل شوی دی.
عمومي رئیس ښاغلي وفایي زاده زیاته کړه، چې د دې ادارې له لومړیتوبو څخه د هېواد د هوایي ډګرونو پراختیا او معیاري کول دي.
د یادونې وړ ده، چې په دې ناسته کې ډاکتر محمد قاسم وفایي زاده د یاد ولایت د هوایي ډګر د پراختیا په باره کې د پلان جوړونې رئیس او اړوند کارکوونکو ته لازمې سپارښتنې هم وکړې.
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت