د زابل ولایت والي د ملکي هوایي چلند ادارې له عمومي رئیس سره ولیدل.

د ملکي هوایی چلند ادارې عمومي رئیس محمد قاسم وفایي زاده د پنجشنې په ورځ د زابل له والي محمد نبي احمدزي سره په خپل دفتر کې وکتل.
دواړو د خبرو په جریان کې د زابل ولایت د پراختیا او یاد ولایت ته د الوتنو پر پیل کېدو خبرې وکړې او ویې ویل، چې دغه ولایت ته په موټر کې سفر کول لږ ستونزمن دی.
د عامه اړیکو او ارتباطاتو آمریت
3 میزان 1399
====