په ۲۰۱۷ کال کې د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې د لاسته راوړنې یوه برخه د افغانستان او هند ترمنځ د کارګو په برخه کې دهوایي کریدور رامنځته کول

د کابل ممبی تر منځ د پروازونه د پیل په موخه د هوایي کریدور برنامې، د ولسمشر دویم مرستیال جلالتمآب استاد سرور دانش، دکابینې ځینې وزیرانو، د بیلابیلو دولتي ارګانونو معینانو، د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې د پلان او پالیسی معین ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده او د عملیاتي معین کپتان غلام جیلاني وفاپه حضور سره رسما پرانیستل شوه.په ۲۰۱۷ کال کې د هند او ځینې نورو هېوادونو سره هوایي کریدور به رامنځته شي چې د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې د لاسته راوړنې یوه برخه جوړوي.


د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې د هوایي کریدور د لاډېره ګټه اخیستنې په موخه، د اقتصادي ودې او د پانګونې د غښتلتیا په برخه کې ژمنه ده چې د آسانتیاوې زمینه برابره کړي. په دې چارچوب کې د افغنستان او هند ترمنځ تېر کال د دولتي لوړ پوړو چارواکو په حضور سره هوایي دهلیز پرانیستل شوه. چې د میلیونونو ډالرو په ارزښت کورنۍ توکې هند ته لېږل شوۍ او د دغې برنامې د پراختیا په موخه، د کارګو په برخه کې نن چهار شنبه د مرغومې ۶ د کابل ممبی ترمنځ کارګو انتقال په رسمي توګه پرانیستل شوه.
دغه کریدور د دواړو هېوادونو د بیلابیلو اداراتو او د دواړو لورو د ملکي هوایي چلند اداراتو په هڅه او تلاش سره رامنځته شوۍ چې د دوه اړخیزې ژمنې پراساس د ممبی نړیوال هوایي ډګر،افغاني تاجرانو او پانګوالو لپاره آسانتیاوې برابره وي.تر اوسه پورې د میلیونونو ډالرو په ارزښت ۱۶۰۰ ټنوچې مېوې د ۵۱ پروازونه له لارې هند ته لېږل شوۍ .
د کابل ممبی ترمنځ د هوایي کریدور ایجادول، د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې له آنده د اقتصادي ودې او د صادراتو په برخه کې خورا اغیزمن دی. د هېواد په نړیوال هوایي ډګرونو کې د کارګو پیاوړتیا ددغې ادارې له لومړیتوبونو څخه دې، چې په دې برخه کې د سوداګراو و او پانګوالو لپاره آسانتیاوې برابره کړي.
د عامې اړیکو او اطلاعاتو آمریت
۱۳۹۶ د مرغومې ۶