ملاقاتونه

د مالیې وزارت د ګمرکاتو عمومي رییس سره د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عمومي مشر لېدنه

د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عمومي مشر محمود شاه حبیبي د مالیې وزارت د ګمرکاتو عمومي رییس رشاد پوپل سره په لېدنه کې، د هوایي چلند د یو شمېر پروژو د پراختیا ورکولو لکه: د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر پراختیا او معیاري سازي او د کندهار په نړیوال هوایي ډګر کې، د نوي ګمرک جوړولو په اړه خبرې کړ.

د لېدو په ترڅ کې د کندهار نړیوال هوایي ډګر مشر احمدالله فیضي او د هوایي ډګرونو د ریاست سرپرست انجینیر حامد نوري هم حضور درلودل.

د عامه اړیکو او اطلاعاتو آمریت

د سلواغه ۸

د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عمومي مشر د USAID د خصوصي سکتور مشر سره لېدنه

د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عمومي مشر محمود شاه حبیبي نن ( سه شنبه ۱۷ د سلواغه) د USAID د خصوصي سکتور برخې مشر دیوید کروس سره په خپل کاري دفترکې وکتل. په دې کتنه کې دواړو اړخو د هېواد په هوایي ډګرونو کې د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې پورې اړوندو پراختیایي پروژو په اړه خبري وکړې.


د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عمومي مشر د هوایي چلند په برخه کې د پراختیایي برنامې او د دغو پروژو د اهدافو او اهمیت په اړه یې خبري کړ، همداراز په حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر کې د پراختیایي پروژو او د نورو ولایتونو په هوایي ډګرونو کې د پراختیایي پروژو په اړه څرګدونه کړ.
په مقابل کې د USAIDد خصوصي سکتور برخې مشر دیوید کروس د هوایي چلند په برخه کې د شوي پراختیا او پرمختګ څخه خوښۍ څرګنده کړه او د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې سره د پراختیایي پروژو په تړاو لېوالتیا وښود.
د عامه اړیکو او اطلاعاتو آمریت
۱۷ د سلواغه

د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عمومي رییس په کابل کې د فرانسې استوګن سفیر سره د ګډوهمکاریو په اړه لېدنه او خبرې کړ

د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عمومي مشر محمود شاه حبیبي د فرانسې کابل میشت سفیرFrancoisRichierته د هرکلۍ ویلو ترڅنګ، د هوایي چلند په برخه کې، د وروستیو پرمختګو په اړه خبرې کړ. هغه د جلالتمآب جمهور رییس په حضور کې د جامع پریزینتشن او د دې طرح تایید په اشارې سره وویل؛ دغې پروژې د تالس فرانسوي شرکت له لورې عملي کېږي چې د افغانستان فضا د کنترول په برخه مهم ګڼل کېږي.

همداراز د رادارو سیستم فعالول د افغانستان او سیمې هېوادونو ته یې مهم وباله. ویې ویل چې په دې برخه کې د مالي منابعو د تمویل په اړه د مالیې وزارت چمتو والۍ ښودلی. همداسې د اروپایي پروازونه د تور لیست نه د افغانستان د خروج په اړه خبري کړ.

په مقابل کې د فرانسې کابل میشت سفیر وویل چې د اروپا داتحادیي د تور لیست څخه د افغانستان د خروج په اړه به په خپل هېواد کې تلاش وکړي. همداراز د اېر فرانس هوایي شرکت له لورې د کابل پاریس ترمنځ د پروازونو د پیل په هکله خبري وشوې.

د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې مشرتابه د فرانسې هېواد، د مرستو څخه هرکلۍ کوي او د هوایي چلند په برخه کې د ښه والۍ لپاره د ټولو شته فرصتونه او آسانتیاوو څخه ګټه پورته کوي.

د عامې اړیکو او اطلاعاتو آمریت

۱۳۹۶ د سلواغه ۴