د ملکي هوايي چلند ادارې عمومي رئیس په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د هند سفارت هوايي اتشې سره وکتل

شنبه, ۸ غبرګولی ۱۴۰۰
په دی ناسته کې، د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس فهد داود مومند، په افغانستان کې د هند سفارت هوايي اتشې کیپتان سندیپ چوهدري سره د هوايي ډګرونو مسؤلیتونو د لیږد په اړه خبرې وکړې. په ځانګړي ډول د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر او د هندوستان حکومت د همکاریو په هکله د ملکي هوايي چلند ادارې تخنیکي کارمندانو لپاره د روزنې په برخو کې د پروګرامونو په اړه بحث وشو.
دواړو لوریو د ملکي هوايي چلند په برخه کې د همکاریو د دوام ژمنه وکړه.