څو شیبې دمخه، د رادارونو لومړۍ جوپه دفرانسې هیواد نه افغانستان ته را ورسیدله

د افغانستان د خپلواکو رادارونو د نصبولو تړون د ملکي هوايي چلند ادارې لخوا د ۱۱۲ ملیونه یورو په ارزښت د فرانسوي شرکت تالس سره لاسلیک شوی.
د افغانستان خپلواک رادارونه به د هېواد په ۱۲ برخو کې نصب شي او د افغانستان د فضا کنټرول به له صفر ټکي څخه تر ۴۵ زره فوټو پورې لوړ کړي ترڅو د افغانستان د فضا څارنه او کنټرول په لاس کې ولرو.