د ملکي هوايي چلند ادارې د رهبري هیئت ناسته ترسره شوه

۲ غبرګولی ۱۴۰۰
دغه ناسته نن د یکشنبې په سهار د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رییس فهد داود مومند په مشرۍ ترسره شوه.
د هیواد د نړیوال هوایي ډګرونو مسؤلیتونو لیږد ، د خوست هوایي ډګر د پرانستلو لپاره چمتووالی او د نړیوال سازمان ایکاو, تفتیش دوهم پړاو په اړه بحث وشو.
ښاغلي مومند په پورتنۍ قضیو کې د لازمو لارښوونو په صادرولو سره ټینګار وکړ چې له هر ډول شته امکاناتو څخه باید د هیواد د نړیوال هوایي ډګرونو د مسؤلیتونو د لیږد لپاره استفاده شي.