د ملکي هوایي چلند ادارې اعلامیه، د احمدشاه بابا نړیوال هوایي ډګر څخه د الوتنو موقتي ځنډ

۱۰زمري ۱۴۰۰
د کندهار ولایت احمدشاه بابا نړیوال هوایي ډګر اپریشن کې د راکټي برید له امله ځنډ را منځته شوی، چې له امله یې ملکي الوتنې په موقتي ډول ځنډیدلې دي. د یادې ادارې تخنیکي ټیم د پیښې ځای ته رسیدلي او په راتلونکو څو ساعتونو کې به په ستونزه حل او د یاد هوایي ډګر ټولې الوتنې به عادي حالت ته راوګرزي.