د خوست هوایي ډګر د پرانستلو لپاره د همغږۍ غونډه وشوه

یکشنبه، ۲ غبرګولی۱۴۰۰
غونډه د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس فهد داود مومند په مشرۍ ترسره شوه.
په یاده غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت، دفاع، کورنیو چارو وزارت، مالیې وزارت، د پانګونې اسانتیا واحد او ټول ګټو وزارت، د ملي امنیت عمومي ریاست د اداري اصلاحاتو کمیسیون استازو برخه اخیستې وه.
د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس د خوست هوایي ډګر د پرانستلو لپاره د تدابیرو نیولو اړوند په یادو ادارو غږ وکړ چې په خپله برخه کې د خوست هوایي ډګر د هر څه زر فعالولو لپاره لازم اقدامات وکړي.