د ملکي هوایي چلند ادارې له عمومي رﺉیس سره د چک جمهوریت د سفیر لیدنه

۲۱ غوایی ۱۴۰۰
د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رﺉیس فهد داود مومند په کابل کې د چک جمهوریت له سفیر جیري بلون سره وکتل.
د غونډې په جریان کې ، د چک جمهوریت سفیر د ملکي هوایي چلند د ادارې نوي مقام ته د مبارکۍ ویلو پرمهال ، دواړو لورو د افغانستان لپاره د چک جمهوریت د همکارۍ په ځانګړي ډول د ملکي هوای چلند په برخه کې خبرې وکړې.
د تخنیکي همکارۍ په اړه د تفاهم یاداشت (TCA) چې دمخه د ملکي هوایی چلند ادارې او د چک جمهوریت د هوایی خدماتو ادارې ترمنځ لاسلیک شوی و هم بحث وشو.
ښاغلي مومند د ملکي هوایي چلند په برخه کې د چک جمهوریت همکاري مهمه وبلله او مننه یې څرګنده کړه.