د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس په کابل کې د پاکستان سفارت چارواکو سره وکتل

۱۲ غبرګولی ۱۴۰۰
د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس فهد داود مومند د پاکستان سفارت لومړي سکرتر سره د کورنیو شرکتونو د الوتنو محدودیت چې د پاکستان دولت لخوا وضع شوی وه هر اړخیزې خبرې وکړې.
او غوښتنه یې وکړه چې یاده موضوع به د پاکستان ملکي هوایي چلند سره شریکه او په اړه یې لازم اقدامات وکړۍ.
د پاکستان سفارت چارواکو ژمنه وکړه چې یاده موضوع به زر تر زره د خپلو مقاماتو سره شریکه او نتیجه به یې د افغان ملکي هوايي چلند ادارې سره شریکه کړي.