د ملکي هوايي چلند ادارې عمومي رئیس د خواجه عبدالله انصاري نړیوال هوايي ډګر د ارزولو لپاره هرات ولایت ته سفر وکړ

۱۱مه زمري ۱۴۰۰
د ملکي هوايي چلند ادارې عمومي رئیس فهد داود مومند، او ورسره مل پلاوو د خواجه عبدالله انصاري نړیوال هوايي ډګر د ارزولو لپاره هرات ولایت ته سفر وکړ.
په دې سفر کې فهد داود مومند د یاد هوايي ډګر د بیلابیلو اړخونو څخه لیدنه وکړه او د یاد هوايي ډګر د کار کوونکو سره یې وکتل او مننه یې ترې وکړه چې په سختو شرایطو کې خپلو دندو ته رسیدنه کوي.
په پای کې د خواجه عبدالله انصاري نړیوال هوايي ډګر کار کوونکو د ادارې د رهبرۍ نه مننه وکړه چې په وخت سره د دوي ستونزو ته رسیدنه کوي د ملکي هوايي چلند ادارې رهبري هوډ لري چې هیوادوالو ته اسانتیاوې را منځته کړي.