د ترکیې مرستیال سفیر په کابل کې د ملکي هوایي چلند ادارې له عمومي رﺉیس سره وکتل

۲۲ غوایی ۱۴۰۰
د ملکي هوایي چلند عمومي رﺉیس فهد داود مومند په کابل کې د ترکیې له سفیر اټسي ایرنګن سره وکتل.
د غونډې په جریان کې ، دواړو لورو په هوایي ډګرونو په ځانګړي توګه د حامد کرزي په هوایي ډګر کې د هوایي عملیاتو په اړه خبرې وکړې.
ښاغلي ایرنګن د ملکي هوايي چلند ادارې څخه په کابل کې د ترکیې له سفارت سره د همغږۍ او همکارۍ له امله مننه وکړه او دوی ته یې د افغانستان د هوایي چلند له سکټور څخه د هغوی د ملاتړ ډاډ ورکړ.