د خوست خلکو د یاد ولایت په هوايي ډګر کې د لومړۍ نړیوالې الوتنې تود هرکلۍ وکړ

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۰
د اریانا هوايي شرکت خپله لومړنۍ نړیواله الوتنه.(AFG402) نن دوشنبه سهار ۸:۱۰ بجې له متحده عربي اماراتو څخه خوست هوایې ډګر ته د ۹۰ مسافرو په درلودو سره الوتنه ترسره کړه چې د خوست ولایت خلکو یې تود هرکلۍ وکړ.
د آریانا هوایې شرکت B-737 الوتکه په یاد هوایې ډګر کې په بریالیتوب سره ښکته شوې ، او یاد هوایې ډګر ته به نړیوالې الوتنې په اونۍ کې دوام لري.
د یادونې وړ ده چې بهرني هوايي شرکتونه، لکه العربیه په جلا لیکونو کې د خوست هوایې ډګر ته د الوتنو په اړه خپله علاقه څرګنده کړې ده.