د ملکي هوايي چلند ادارې عمومي رئیس په کابل کې د متحده ایالاتو سفارت اقتصادي مسئول سره آنلاین ناسته وکړه

۲۹ غويي ۱۴۰۰
په دي ناسته کې د ملکي هوایي چلند عمومي رئیس فهد داود مومند، په کابل کې د متحده ایالاتو سفارت له اقتصادي مسئول لینټا سپنسر سره په هوایی ډګرونو کې د هوایي عملیاتو خدماتو په ځانګړي ډول د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر، او یادې ادارې تخنیکي کارمندانو لپاره د روزنیزو برنامو په پیل کولو کې د متحده ایاالتو د حکومت د همکارۍ په اړه خبرې وکړې.
دغه ناسته ، چې “آنلاین” وشوه ، دواړو لوریو د ملکي هوایی چلند په برخه کې د خپلو همکاریو د دوام ژمنې هم وکړې.