د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس په خپل کاري دفتر کې د افغان پوسټ رئیس سره وکتل

۲۱,چنګاښ ۱۴۰۰
د ملکي هوایی چلند عمومي رئیس فهد داود مومند، د افغان پُسټ شرکت عمومي رئیس احمد وحید ویس، سره د هیواد په هوايي ډګرونو کې د افغان پُست کارګو او کارګو خدماتو په اړه بحث وکړ.
ښاغلي مومند څرګنده کړه چې د ملکي هوايي چلند اداره د افغان پُسټ سره هر ډول همکارۍ ته چمتو ده.