د ملکي هوايي چلند ادارې عمومي رئیس فهد داود مومند د ولسي جرګې منشي محمد کریم اتل سره وکتل

یکشنبه, ۹ غبرګولی ۱۴۰۰
په دې غونډه کې، د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس، د ولسي جرګې منشي د قندهار او هلمند استازو هر یو حاجي میرویس خادم او خلیل احمد مجاهد سره د هوايي ډګرونو مسؤلیتونو د لیږد، په ځانګړي ډول د هلمند او بُست هوايي ډګرونو د ستونځو او حل لارو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.
دغه ناسته چې د ولسي جرګې منشي محمد کریم اتل په کاري دفتر کې وشوه دواړو لوریو د ملکي هوايي چلند په برخه کې د همکاریو د دوام ژمنه وکړه