د هیواد ملکي هوايي چلند ادارې انستیتوت کې د “آیاتا” اتحادیې لخوا د تخنیکي او مسلکي کارمندانو لپاره د ظرفیتونو لوړولو پروګرام دوهم پړاو پای ته ورسید

پنجشنبه،۶ غبرګولی ۱۴۰۰
یاد پروګرام د ملکي هوايي چلند ادارې د لس تخنیکي کارمندانو لپاره د ۱۴ ورځو لپاره پیل شوی وه چې د بهرني روزونکو لخوا په لاندې برخو کې روزنه ورکړل شوه.
(Introduction Safety Oversight training)
(Basic Safety Oversight training)
د ملکي هوايي چلند ادارې عمومي رئیس، فهد داود مومند د سندونو د وړاندې کولو په مهال د غونډې ګډون والو ته وویل د ظرفیتونو لوړوالي پروګرامونه موږ ځان بسیاینې ته نږدې کوي، او موږ د نړیوالو معیارونو د پوره کولو لپاره د ظرفیت لوړولو په برخه کې کار کوو.
د ظرفیت لوړونې پروګرام د USAID په په مالي مرسته د ۲۰۲۱کال کې پیل او د دي کال تر پایه به دوام وکړي.