د افغانستان او متحده عربي اماراتو د ملکي هوایي چلند عمومي رئیسانو آنلاین ناسته

سه شنبه، ۱۱غبرګولی۱۴۰۰
د ملکي هوایي چلند عمومي رئیس فهد داود مومند، په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفیر جاوید احمد ګډون درلود د متحده عربي اماراتو د ملکي هوایي چلند ادارې له عمومي رییس سیف محمد السویدي سره ناسته وکړه.
پدې ناسته کې ، دواړو لورو د کابل – دوبۍ او کابل – ابوظبي برخو کې د الوتنو د زیاتوالي، الوتنو، کارګو الوتنو د کورونا ویروس د دریمې څپې د خپریدو د مخنیوي لپاره اړین اقدامات، د افغانانو لپاره د ویزو صادرول او اسانتیا رامنځته کول، د افغانستان د ملکي هوایي چلند ادارې مسلکي کارمندانو لپاره روزنه او د دواړو هیوادونو د ملکي هوايي چلند چارواکو ترمنځ د دوه اړخیزه همکاریو په اړه خبرې وشوې.