د ملکي هوايي چلند ادارې عوايد په تيرو څلور مياشتو کې ۳۰ سلنه لوړ شوي!

۱۲مه زمري ۱۴۰۰
د ملکي هوايي چلند ادارې د عوايدو رياست د تحليلې راپور له مخې د نوي رهبرۍ له راتګ سره، له تيرو ۴ مياشتو راهيسې د دې ادارې په عوايدو کې ۳۰ سلنه ډيروالی راغلی چې دا په ټاکلي موده کې د تيرو ۲ کالو د عوايدو تر ټولو لوړه کچه ده.
د ملکي هوایي چلند ادارې د عوایدو رئیس په وینا د ۱۴۰۰ کال د حمل میاشتې څخه تر سرطان میاشتې پوری ۲،۴ میلیاره افغانۍ عواید ترلاسه کړي چې د تیرو څلورو میاشتو په نسبت ۳۰ سلنه زیاتوالی ښايې.
که څه هم د ملکي هوايي چلند اداری د کرونا وبآ له خپريدو سره د پروازونو شميره کمه شوی او هم د مسافرو د تګ راتګ کچه ټيټه وه، خو بيا هم د هوايي چلند ادارې د نوي رهبرۍ او همکارانو د هلو ځلو په نتيجه کې د عوايدو کچه لوړه شوي.
دا چې په هيواد کې د وروستيو بدلونونو او د خارجي مرستو له کميدو سره د عوايدو کچه را ټيټه شوې او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د عوايدو له نظره د ځان بساینی پر لور ګام اخلي، دا ستره لاسته راوړنه بلل کيږي.
د ملکي هوایي چلند ادارې رهبري او کارمندان ژمن دي څو د ښو او مصؤنه خدماتو په وړاندې کولو سره هیوادوالو ته اسانتیاوې را منځته کړي.