د ملکي هوايي چلند ادارې عمومي رئیس په کابل کې د اسپانیا له سفیر سره په خپل کاري دفتر کې وکتل

۲۹ غوايي ۱۴۰۰
په دې لیدنه کې، د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس فهد داود مومند، په کابل کې د اسپانیا له سفیر ګبریل “فیرأن” سره د هوایی ډګرونو لپاره د مسؤلیتونو د لیږد او د ملکي هوايي چلند ادارې تخنیکي کارمندانو لپاره په روزنیزو برخو کې د اسپانیا حکومت په همکارۍ خبرې وکړې.
دغه ناسته چې د ملکي هوایي چلند د عمومي ریاست د دفتر په انګړ کې جوړه شوې وه ، دواړو لوریو د ملکي هوایي چلند په برخه کې د همکاریو د دوام ژمنه وکړه.